د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۱۴۲ کورنیو ته دکار زمینه برابره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۵:۲۶
د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۱۴۲ کورنیو ته دکار زمینه برابره شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د د «CORDAID» ادارې په مالي او د «RRAA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ۱۴۲ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکوټ او بټي کوټ ولسوالیو په یادو ۱۴۲ کورنیو د کوچنیو کاروبارنو جوړولو په موخه اړین توکي وېشل شوي دي، چې هرې کورنۍ ته د ۲۰ زره افغانیو په ارزښت د خیاطۍ او موبایلونو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بې وزله او اړمنو کورنیو لاس نیوی او په ټوله کې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت