د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په فارمونو کې د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو راټولول پیل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په فارمونو کې د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو راټولول پیل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د څلورګونو فارمونو په پراخو کرنیزو ځمکو کې د قراردادي کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو له لوري کرل شوې هندواڼې او خټکي حاصل ته رسېدلي، چې ورسره د دغو موسمي مېوو د راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو چارې هم ګړندۍ شوې دي.
دا مهال ګڼ شمېر هېوادوال د هندواڼو او خټکیو د حاصلاتو په راټولولو، انتقال، پلورنې او نورو اړوندو چارو کې بوخت دي، چې له امله یې لسګونو کورنیو ته د کار او عاید زمینه هم برابره شوې ده.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، چې د هېواد له حیاتي، سترو او کمپلیکسو ملي پروژو څخه شمېرل کېږي، په پراخه کچه د زیتون او ستروسو بڼونه، د غنمو کرکېله او نور مهم کرنیز فعالیتونه تر خپل چتر لاندې پر مخ وړي. دغه راز اجاره لرونکو او قراردادي کرنیزو شرکتونو د غنمو او مالټوبڼونو ترڅنګ په لویه پیمانه هندواڼې او خټکي هم کرلي، چې د مسؤلینو په وینا تمه کېږي سږکال به یې حاصلات د تېر په پرتله ښه او د قناعت وړ وي.
په همدې موخه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکو د یادو فارمونو څخه لیدنه کړې او د هندواڼو او خټکیو د کښت، حاصلاتو، تولیداتو او بازارموندنې په تړاو یې له اړوندو امریتونو څخه معلومات راټول کړي دي.
هندواڼه او خټکي د اوړي له مهمو موسمي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د زیاتو اوبو، غذایي ارزښت او یخوالي له امله د ګرمۍ په موسم کې د انسان د بدن لپاره ځانګړې روغتیايي ګټې لري او د بازارونو ترڅنګ د خلکو په ورځني خوراک کې هم ځانګړی ځای لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت