د ننګرهار وادي کرنیز شرکت او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۳
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پلي کېدو، تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې، ظرفیت لوړونې او اقتصادي پرمختګ په موخه درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو پروګرامونو د عملي کولو په پار ترتیب شوی، چې له مخې به یې د تخنیکي زده کړو کیفیت لوړ او د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویونکی بشري ځواک وروزل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو رییس پوهنیار قاضي خالد صداقت ګډون درلود.
همداراز د تعلیمي نصاب د ارزونې متخصص استاد هدایت الله ظاهر، د ریاست کارپوه مطیع الله مومند او رضوان الله امیري، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو او اړیکوعمومي مدیر سید همایون غریبمل او یو شمېر نورو مسؤلینو په دغو مراسمو کې حضور درلود.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې هوکړه لیک له لارې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ظرفیتونه لوړ شي او د دواړو ادارو د لا اقتصادي ودې ، تولیداتو پلور لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت