د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ د زیتونو فابریکې د ماشینونو د ترمیم او پاک‌کارۍ چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۳
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ د زیتونو فابریکې د ماشینونو د ترمیم او پاک‌کارۍ چارې پیل شوې

۲۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې دیاد شرکت د زیتونو فابریکې د تولید د ظرفیت ساتلو او کیفیت ښه کولو په پار ددې فابریکې د ماشینونو د ترمیم او پاک‌کارۍ چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې آمر مولوی اختر محمد هاشمي وویل، چې د ترمیم او پاک‌کارۍ دا بهیرد فابریکې د تولید د ظرفیت د ساتلو او د تولید کیفیت د ښه والي لپاره ترسره کېږي. هغه زیاته کړه: «د تېلو او اچارو پروسس مرحله بشپړه شوې او یاد ماشینري د راتلونکي فصل پروسس لپاره چمتو کوو، د ماشینونو د پاکولو، ایله کولو او ترمیمولو چارې مو پرمخ روانی کړي .»
 د نوموړي په ټکو ، د دې پروسې موخه دا دی، چې په راتلونکې کې ماشینونه د پروسس په جریان کې پرته له کومې ستونزې په ښه توګه کار وکړي.
ښاغلی هاشمي وویل: «که کوم ماشین د پاکولو پر مهال ځینې خرابۍ پیدا کړي یا د معمول څخه زیات زیانمن شي، نو هغه ماشینونه د ترمیم لپاره جلا کېږي، اوس مهال د دې فابریکې د شته ماشینونو پاک‌کارۍ او ترمیم اړین ګڼل کېږي.»
مولوی اختر محمد هاشمي دغه راز وویل، چې ددې مرحلې په ترڅ کې، د دوی کارپوه ټیمونه د ماشینونو د نظافت لپاره ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو د تولید په جریان کې هیڅ ډول تخریب یا کمزوري رامنځته نه شي اوماشینونه به د ترمیم او تنظیم وروسته د راتلونکي فصل د لوړ کیفیت تولیداتو لپاره چمتو شي.
د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند پر ۲۷ نیم هکتاره ځمکه فعاله ده، چې لسګونه کسان په‌کې په کار بوخت دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت