د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د غنمو د تریشر بهیر پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۳
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د غنمو د تریشر بهیر پیل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره پر شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکه د کرل شویو امارتي «دولتي» غنمو د تریشر بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د غنمو د تریشر چارې د ریاست مقام د ټاکل شوي پلاوي، د فارمونو د امرینو، دکرنې عمومي مدیرانو، د هر بلاک مسؤل مدیرانو او نورو اړوندو چارواکو په حضور کې ترسره شوې، چې موخه یې د حاصلاتو راټولول او د تولیداتو ارزونه بلل شوې ده.
د یاد شرکت مسؤلین وایي، سږکال د غنمو کښت د پر وخت کرنیزو خدمتونو، لازمې تخنیکي پاملرنې او مناسب مدیریت له امله په ښه ډول ترسره شوی، چې له امله یې د پام وړ او پرېمانه حاصل ترلاسه کېدو ته هیله‌مندي زیاته شوې ده.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رهبري او د څلورګونو فارمونو امرین زیاتوي، غنم د افغانانو له اساسي او مهمو خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي او د هېواد په کچه یې پراخ کښت د خوراکي توکو د خوندیتوب، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او کرنیزې ځان‌بسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
هغوی همداراز ټینګار کوي، چې شرکت هڅه کوي د عصري کرنې، میکانیزه خدمتونو او معیاري مدیریت له لارې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه کړي او د هېواد د کرنیز سکتور د ودې او پرمختګ لپاره لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت