د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته دایره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۸:۴۰
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته دایره شوه


۱۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د اړوندو وزارتونو استازو او مسؤلینو ګډون کړی و.
دا ناسته د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې مرستیالۍ د غونډو په تالار کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته، د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ناستې موخه یې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالي، سوداګرۍ او تدارکاتي پلانونو او تشکیل ارزونه وبلله.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله، مولوي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجراییه رییس سید محمد نعیم محمدي، نورو رییسانو او امرینو، د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو او د مالیې او کرنې وزارتونو متخصصینو ګډون کړی و.
د ناستې په دوام، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت استازو د شرکت پلانونه او تشکیل ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ځینو سپارښتنو له پلي کېدو وروسته د پلانونو د تأیید او اړونده ادارې سره د تشکیل شریکولو، پرېکړه وشوه.
همداراز په ناسته کې د زیتون تېلو د پلور طرحه، د عوایدو لوړولو میکانیزم، د نوې ماشینرۍ پېرل، د استهلاک شویو تجهیزاتو ارزښت ټاکل، د نویو پروژو پیل، د سوداګریزو سیمو ښې استفادې، د شرکت اجراییه ریاست ته د ځینو بستونو د تقرر د واک لېږد او د ځمکو اړوند حقوقي ستونزو په اړه تفصیلي بحثونه وشول او لازمې پرېکړې ونیول شوې.

نشست هیئت مدیره شرکت امارتی زراعتی وادی ننگرهار برگزار شد
۱۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
نشست هیئت مدیره شرکت امارتی زراعتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نمایندگان وزارت‌های مربوطه و مسئولان ادارات ذی‌ربط برگزار شد.
این نشست در تالار جلسات معینیت زراعت وزارت زراعت با تلاوت آیاتی از قرآن کریم آغاز گردید. سپس، معین زراعت و مالداری ضمن خوش‌آمدید به اشتراک‌کنندگان، هدف از برگزاری نشست را بررسی پلان‌های مالی، تجارتی، تدارکاتی و تشکیلات شرکت امارتی وادی ننگرهار عنوان کرد.
در این جلسه، مولوی عبدالقدیر احمد، معین مالی وزارت مالیه، داکتر عبداللطیف نظری، معین مسلکی وزارت اقتصاد، مولوی احمدالله، معین وزارت صنعت و تجارت، مولوی مجیب الرحمن عمر آخندزاده معین وزارت انرژی و آب، محمد نعیم محمدی، رئیس اجرائیه و سایر رؤسا و آمرین شرکت زراعتی وادی ننگرهار، نمایندگان ریاست عمومی شرکت‌های امارتی و متخصصان وزارت‌های مالیه و زراعت حضور داشتند.
در ادامه، نمایندگان شرکت زراعتی وادی ننگرهار پلان‌ها و تشکیلات خود را به اشتراک گذاشتند. پس از بررسی و ارائه برخی پیشنهادها، تصمیم اتخاذ شد تا پلان‌ها تأیید و موضوع تشکیلات با نهاد مربوطه شریک ساخته شود.
همچنین در این نشست روی طرح فروش روغن زیتون، میکانیزم افزایش عواید، خریداری ماشین‌آلات جدید، تعیین ارزش تجهیزات مستهلک‌شده، آغاز پروژه‌های جدید، استفاده مؤثر از ساحات تجارتی، واگذاری صلاحیت تقرر در برخی بست‌ها به ریاست اجرائیه شرکت و حل مسائل حقوقی مربوط به زمین‌ها بحث‌های همه‌جانبه صورت گرفت و تصامیم لازم اتخاذ شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت