د ننګرهار وادي کرنيز شرکت له لوري د ځمکو غصب او خپلسریو مخنیوي په تړاو ناسته

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۵۴
د ننګرهار وادي کرنيز شرکت له لوري د ځمکو غصب او خپلسریو مخنیوي په تړاو ناسته

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» په مشرۍ د ځمکو غصب مخنیوي، استرداد، تخطیو او خپلسریو په اړه ناسته جوړه شوه. په ناسته کې د کرنیزو چارو مسوول انجنیر محمد جمیل «خوشحال»، د اداري او پېرودونکو د خدمتونو امر تاشي ګل، اوبو لګولو تخنیکي ساتنې او څارنې امر انجنیر ګل احمد، د څلورګونو فارمونو سرپرستو امرینو، د املاکو سرپرست امر محمد نبي، اجراییوي لوی مدیر محمد یونس عثمانخېل، د ټولي محافظ قومندان یقین خان مزمل او نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د غصب مخنیوي، ځمکو استرداد، خپلسریو مخنیوي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د مسوولینو په وینا، په تېرو دوه میاشتو کې د ځمکو د غصب کومه ځانګړې پېښه نه ده ثبت شوې، او خپلسریو او تخطیو مخه یې د اصولي او قانوني کړنو په مټ نیولې ده.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اعلان وکړ چې د کانال په ځمکو کې هر ډول غیر قانوني او پرته له اجازې کار ترسره کوونکي به له قانوني چلند سره مخ کېږي او وروسته به د شکایت حق نه لري.
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کانال اړوند ځمکو مدیریت کوي، چې پکې د ځمکو غصب او خپلسري کارونو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه کېږي. دا ډول ناستې د قانون د پلي کېدو او د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت