د ننګرهار وادي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو پراختیا

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۸
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه په خپلو څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو ته پراختیا ورکړې ده.

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه په خپلو څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو ته پراختیا ورکړې ده.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې په پراخه کچه د مالټو بڼونه جوړ شوي، چې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار او روزګار زمینه هم برابره کړې ده.
د یاد شرکت چارواکي وايي، د مالټو بڼونو پراختیا د کرنیزو ځمکو څخه د اغېزمنې استفادې، د بڼوالۍ د ودې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د مسوولینو په خبره، د دغو بڼونو د ساتنې او پالنې، د ونو د مراقبت او د حاصلاتو د راټولولو په بېلابېلو پړاوونو کې د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د مالټو بڼونو پراختیا نه یوازې د کرنیزو ځمکو په اغېزمنه کارونه او د بڼوالۍ په وده کې مهم رول لري، بلکې د هېواد د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د وارداتي مېوو د اړتیا د کمولو ترڅنګ، د سیمې د خلکو د عایداتي سرچینو په پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د حلال کار د زمینې په پراخولو کې هم مرسته کوي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د هېواد له مهمو کرنیزو تولیدي بنسټونو څخه دی، چې د کرنیزو ځمکو د اغېزمنې کارونې، د بڼوالۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د هېواد د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې فعالیت کوي. دغه شرکت د خپلو څلورګونو فارمونو له لارې د بېلابېلو کرنیزو او بڼوالیزو محصولاتو د تولید ترڅنګ، د سیمې خلکو ته د کار او عاید زمینه هم برابروي. د مالټو بڼونو پراختیا د همدې هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د بڼوالۍ سکټور پیاوړتیا، د کورنیو مېوو تولید زیاتول او د کرنیزو ځمکو څخه لا اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت