د ننګرهار مومندره کې د څه باندې ۲.۵میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۴
د ننګرهار مومندره کې د څه باندې ۲.۵میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي او د ننګرهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د ۲ میلیونه،۵۴۶ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت د مومندرې ولسوالی یوچکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه چکډېم چې د ننګرهار د موندرې ولسوالی په غزګی کلې کې جوړ شوی ۴۳.۵ متره اوږدوالی، درې متره سور او ۸.۷۵ متره لوړوالې لري.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یاد چکډېم د لس زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې د ځمکي لاندې اوبو د سطحې لوړالې ترڅنګ به سلګونه جریبه ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه هم برابره کړي.
ښاغلي محسن وویل، چې دچکډېم په جوړېدو کې د سیمي ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
وړاندې تردې هم د امیرالمومنین حفظه الله په ځانګړې لورینه د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم یو ـ یو چکډېم جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د د غو چکډېمونو د جوړېدو موخه د اورښتونو د اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول، او د بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو ستونزې کمول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت