د ننګرهار سرخرود کې ۹۱ کورنيو سره نغدې مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۵
د ننګرهار سرخرود کې ۹۱ کورنيو سره نغدې مرستې وشوې

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د ژغورنې نړیوالی کمیټي (IRC) له لورې د سرخرود ولسوالی د چهار باغ کلی کې مېرمنو ته په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو او کرنیز او مالدارۍ محصولاتو ته د ارزښت ورکولو په موخه د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس لپاره ۹۱ کورنیو ته ۲ میلیونه او ۴۷ زره  پنځه سوه افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شوې.
د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار دکرنې ادارې او ولسوالی استازو وویل، چې هری کورنۍ ته د پروسس او نورو ضرورت وړ وسایلو اخستلو پخاطر ۲۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي. تر څو د خپل ضرورت وړ د پروسس وسایل پری واخلي، او راتلوونکې کې په کور دننه د سبو، مېوو او همداراز د لبنیاتو پروسس تر سره او محصولات يې مارکیټ ته عرضه کړي، او خپل اقتصاد پیاوړي کړي. 
د یادونې وړ ده چې، غونډه کې یو اندازه پروسس شوي محصولات هم نندارې ته اښښودل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت