د ننګرهار رودات کې ۴۰۰  کروندګرو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۹:۵۰
د ننګرهار رودات کې ۴۰۰  کروندګرو سره مرسته وشوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د افغانستان د راتلوونکې نسلونو (FGA) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د رودتو ولسوالی د میرجی کلا او حصارک کلیو کې د جوړو شویو ټولنو پر ۴۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو دکرنیزو توکو مرسته شوه.
په دغو مرسته شویو توکو کې دوه تراکتورونه سره د قلبې او بلیډ، دوه ټرالۍ، دوه بار وړونکې زرنج، دوه ګرځنده ژرندې او دوه تریشرونه شامل دي.
په همدې موخه په جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق کروندګرو ته د کرنیزو مرسته شویو وسایلو څخه په سالمه توګه ګټې اخستنې او همداراز د وسایلو د ساتنې په موخه لازمی سپارښتنې وکړې. 
وروسته کروندګرو د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې وستایلي او د کرنې اداری مرستیال ته يي د ښو کړنو ترسره کولو په موخه د اعزاز پټکې په سر کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت