د ننګرهار د کوټ او اچین ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د مالي او اداري مرستیال کتنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۱۴
د ننګرهار د کوټ او اچین ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د مالي او اداري مرستیال کتنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت کوټ او اچین ولسوالیو ته ولاړ او د يادو ولسواليو له ځايي چارواکو او مخورو سره يې وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کوټ او اچین ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او مشرانو سره د کتنې پر مهال خپل د سفر موخه د کرنې او مالدارۍ وضعیت څېړل، د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو اورېدل او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو پلي کول وبلل او له دوی څخه یې و غوښتل، چې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي او دغه راز هغه ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوي دي بېرته يې را وګرځوي.
همدا راز مالي او اداري مرستیال د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې د اوبو له هغه بند څخه هم لیدنه وکړه، چې د جاپان د خلکو په مرسته د نږدې یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی او په ګټې اخیستنې سره به یې څه باندې ۶۵۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د دې سفر په ترڅ کې دننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، مولوي غلام الرحمن کظیم د ننګرهار د کانال رييس، د ننګرهار دکرنې ریی مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د مالي او اداري مرستیال تخنیکي سلاکار امین الله ځواکمل،د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو او د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالان دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.


دیدار معین مالی و اداری با مسوولان و متنفذین محلی ولسوالی‌های کوت و اچین ننگرهار
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار در حالیکه ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار وی را همراهی می کرد به ولسوالی‌های کوت و اچین ولایت ننگرهار سفر کرده و با مسوولان و متنفذین محلی ولسوالی‌های متذکره دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان دیدار با مسوولان و بزرگان محلی ولسوالی‌های کوت و اچین   هدف سفرش را بررسی وضعیت زراعت و مالداری، استماع مشکلات دهقانان و مالدارن و تطبیق فرامین رهبری امارت اسلامی افغانستان پیرامون جلوگیری از غصب زمین‌های امارتی عنوان کرده و از آنها خواست تا جلو غصب زمین‌های امارتی را بگیرند و همین گونه زمین‌های که از سوی غاصبین غصب شده را استرداد نمایند.
همچنان معین مالی و اداری از یک سربند آب در ولسوالی کوت ننگرهار که به کمک مردم چاپان به هزینه نزدیک به یک میلیون دالر ساخته شده و با بهره برداری آن بیش از ۶۵۰  هکتار زمین آبیاری می‌شود نیز بازدید کرد.
در جریان این سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت را ملا محمد نعیم آخند والی ولایت ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، امین الله زواکمل مشاور تخنیکی معین مالی و اداری، شماری از رئسای ادارات محلی ننگرهار و لسوالان ولسوالی‌های مختلف ننگرهار همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت