د ننګرهار د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه د یو سړک بیارغونه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۶
د ننګرهار د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه د یو سړک بیارغونه

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار کانال سیمه کې د کروندګرو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د څلور کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل کړې.
د کرنې وزیر د دغه سړک د پرانیستې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور د همکاریو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:«اوس مهال د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت تر ټولو ستر شریکان زموږ د هېواد پانګوال دي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره د هېواد د اقتصاد چرخه په خوزښت راولي او د افغانستان ځان بسیاینې ته لاره هواروي. له ټولو افغان پانګوالو، چې له هېواد څخه یې د باندې پانګونه کړې غواړم، چې په هېواد کې پانګونه وکړي، راشئ او په هېواد کې دننه پانګونه وکړئ، ترڅو د خلکو ستونزې هوارې او هېواد مو سوکاله شي.»
دغه سړک د يوه خصوصي شرکت له لوري د ننګرهار د کانال په سیمه کې د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه رغول کېږي، چې د یاد سړک د کار په بشپړېدو سره به بازار ته د بزګرانو محصولاتو د لېږد او نورو برخو کې به د دوی ستونزې هوارې شي.
د دغه سړک د بيارغونې چارې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کاظم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د کرنې وزارت د ځنګلونو رييس محمد امان امانيار، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي او د ننګرهار ولایت د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د کرنې وزیر له لوري پرانیستل شو.

آغاز باز سازی یک سرک به منظور حل مشکلات دهقانان ننگرهار
۱۵ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار کار بازسازی یک سرک به طول چهار کیلومتر را به منظور حل مشکلات مواصلاتی دهقانان در ساحه کانال ننگرهار افتتاح کرد.
وزیر زراعت در جریان افتتاح این سرک از همکاری های سکتور خصوصی در بخش‌های مختلف یاد کرده افزود" در حال حاضر بزرگترین همکار مردم افغانستان و امارت اسلامی سرمایه گذاران کشور ما می باشند که با سرمایه گذاری در بخش های مختلف کشور چرخه اقتصاد کشور را به گردش در می آوردند و زمینه به خود کفایی افغانستان را مساعد می سازند بنا از تمام سرمایه گذاران افغان که در خارج از کشور سرمایه گذاری کردند می‌خواهم که بیایند و در داخل کشور سرمایه گذاری نمایند تا مشکلات مردم حل گردیده و کشور ما آباد گردد".
این سرک از سوی یک شرکت خصوصی به منظور حل مشکلات دهقانان ساحه کانال ننگرهار بازسازی می‌شود که با تکمیل کار آن مشکلات دهقانان در بخش انتقال محصولات شان به بازار و سایر بخش ها حل می‌گردد.
کار بازسازی این سرک با حضور داشت مولوی سعید احمد بنوری معاون والی ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رئیس کانال ننگرهار، مولوی عبد الستار رییس زراعت ننگرهار،  محمد امان امانیار رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت،  مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت،  میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از مسوولان محلی ولایت ننگرهار توسط وزیر زراعت افتتاح شد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت