د ننګرهار د کرنې رییس په څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۹
د ننګرهار د کرنې رییس په څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن چې دکرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز، د تخمونو تصدیق ورکړي امر غافر الله کانوال، اراضۍ امر قاري فضل الرحمن صادق، د څېړنیز فارم مدیر شکیب عطایي، مالي او اداري مدیر سید ناصر سادات او نورو مسؤلینو یي ملتیا کوله د ننګرهار څېړنیز فارم کې د روانو کړنو، ګودامونو، او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه. 
د کرنیزو خدمتونو امر او دفارم مدیر له لورې ورته د کرل شوو او راتلونکي کرونکي نباتاتو، فارم شته ستونزو، لاسته راوړنو او نورو اړونده برخو کې معلومات ورکړل شو.
د  ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم مسؤلینو څخه دښو کارونو ترسره کولو برخه کې ستاینه وکړه.
ښاغلي محسن مسؤلینو ته لازمې سپارښتني وکړې او وویل د یاد فارم دلا پیاوړتیا لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او مختلفو مؤسسو سره په اړیکه کې دي، ترڅو د کرنې په برخه کې بزګرانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې او پر حاصله نوعو معرفي کړو.
دغه راز یي د څېړنیز فارم د خاورو او تخمونو تصدیق ورکونې امریت د لابراتوارونو، ګودامونو کې د کیمیاوي سرو او د غنمو مورني تخمونو څخه لیدنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت