د ننګرهار د کرنې ریاست: چمتلې ښارګوټي کې د غصب شویو سیمو ارزونه کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۱۰
د ننګرهار د کرنې ریاست: چمتلې ښارګوټي کې د غصب شویو سیمو ارزونه کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن د چمتلي ښارګوټي کې د نقشه شوي او وېشل شوي ځمکي سربېره اضافه غصب شوي ځمکي د ارزونې او څېړلو په موخه د کډوالو او ښارجوړونېرییسانو سره ناسته ترسره کړه.
دکډوالو او ښارجوړونې رییسانو د ننګرهار د کرنې رییس او دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي مشر سره د چمتلي ښارګوټې بشپړ اسناد، پر کډوالو وېش، نقشو، سکیج، کروکي او جریبي انداري معلومات شریک کړل.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل چې کډوالو، ښارجوړونې او کرنې ریاستونو یو ګډ تخنیکي پلاوي دې وټاکل شي او په ښارګوټي کې اضافه جریبي او دهغې اندازه معلوم کړي او سکیج، کروکي او نور مشخصات دي واخیستل شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي دي دچمتلي ښارګوټي غصب شوي او نقشه شوي سیمې له نږدې وګوري او دوسیه یي تکمیل او غصب مخنیوي مرکزي کمیسون ته د وروستي اجرآتو په موخه واستول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت