د ننګرهار د کرنې ریاست: په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۸:۲۳
د ننګرهار د کرنې ریاست: په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي

د ننګرهار د کرنې ریاست:
په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي
۳۰ غویی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې، اووه ملي کلکسیونونه شتون لري، چې په کې د مېوو د ونو څېړنه کیږي او ۲۵۳ ډوله مېوې په کې حاصل ورکوي.
د غه څرګندوني د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي د ننګرهار د ولایت په مقام کې د ځمکني توتانو، زردالو او لوکاټو د نندارتون په پرانیست غونډه کې وکړې.  
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ياد نندارتون څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې د دې ولایت ځمکه او آبهوا سبو او مېوو کرکېلي ته ښه مساعده ده او په یادو برخو کې ورځ تر بلې پلي شوې څېړنې ښه پایله ورکوي.
ښاغلی میاخېل زیاته کړه، په دې ولايت کې املوک، انار، زيتون، انځر، الوکاټ، خرما، الوچه، شفتالو، زردالو او نور ډول ډول مېوې کيږي، چې هر کال په ټنونو ميوې نورو ولايتونو ته ترې صادريږي.
هغه وویل، چې  نن یې د ځمکني توت، زردالو او الوکاټو د نندارتون پرانسته وکړه،  چې بېلابېل ډولونه يې نندارۍ ته وړاندې شوي او له بزګرانو يې وغوښتل، چې په خپلو ځمکو کې د يادو مېوو نيالګي کينوي، ترڅو له حاصل څخه یې ګټه واخلي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپي وويل، ننګرهار ولايت د سړې، معتدلې او ګرمې آب هوا لرونکی ولایت دی، چې له نېکمرغه په کې لسګونه ډوله مېوې او سابه کرل کيږي.
ساپي وويل، چې د ننګرهار کرنې رياست له لوري د بڼوالۍ پراختيا مرکز په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی، چې په دغه مرکز کې ۷ ملي کليکسيونونه شتون لري، چې د ستروسو او مېوو کلکسيون ۶۵ ډوله، املوک ۲۴، انار ۷۹، زيتون ۱۵، انځر ۱۶، لوکاټ ۱۲، خرما ۶، الوچه ۱۲، شفتالو ۸، زردالو ۸، يو تنه انار ۳، زردالو بریدلاين۷ او انګور ۲ ډولونه تر څېړنې لاندې نيول شوي او ښې پايلې لري.
هغه زياته کړه، چې له دې مرکز څخه يې موخه د مېوو د ښو ډولونو پيدا کول او بزګرانو ته ور پيژندل دي، ترڅو بزګران هغه مېوه لرونکې ونې کينوي، چې په دې ولايت کې يې مثبته نتيجه ورکړي وي .
د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپی وويل، چې په ننني نندارتون کې د لوکاټو درې ډوله، شفتالو دوه، ځمکني توت يو او زردالو دوه ډوله نندارې ته ايښودلې دي او په وینا یې دا هغه ډولونه دي، چې په دې ولايت کې بزګرانو ته ور پيژندل شوي او باغونه يې جوړ شوي دي.
هغه وويل، چې هر کال په ياد مرکز کې ۷ زره ميټريک ټنه شفتالو  او ۷ زره ميټريک ټنه لوکاټ توليږي او بازار ته وړاندې کيږي.
انعام الله ساپی وايي، چې ددې ولايت په اته زره جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ شوي او هڅه کوي، چې د څېړنو او ترويج په موخه دولتي بڼونه  جوړ کړي.
د ننګرهار د کرنې رییس د ځمکني توتانو په اړه وایي، چې ډېر ژر به دې مېوې ته په ننګرهار ولایت کې وده ورکړل شي، ترڅو سوداګریزه بڼه غوره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت