د ننګرهار دکرنې ریاست: پنځو لسیزو وروسته 600جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۲۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: پنځو لسیزو وروسته 600جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه 

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کامې ولسوالی ګرداب سیمه کې ۶۰۰ جریبه مخروله ځمکه تثبیت او له پينځو لسیزو وروسته کرکیلې ته چمتو شوه.
د چارواکو په خبره په دغې ځمکې به د 35 ميليونه افغانيو په ټوليز لګښت مالټې بڼونه جوړ او پرې به زرګونه د مالټو اعلی نوعې بوټي وکرل شي .
د کامې ولسوالۍ ددې ځمکې د رسمي پرانستې پرمهال د ننګرهار کرنې، اوبولګولو مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد چې د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظيم ، قضاء امارت مسوول حاجي مومن، قاري ذاهب خېرخواه او نورو يې ملتيا کوله وويل: «دا 600 جريبه مخروبه ځمکه به په اجاره ورکړل شي او پرې به د مالټې بڼونه جوړ شي، او له لارې به يې 120 تنو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.»
ددې ځمې په بیارغونې سره به یاده سیمه زرغون، بڼونه به پکې جوړشي، تفریحي ځایونه به پکې ورغول شي، چې ورسره به د یادې سیمې ارزښت لوړو او خلکو ته به دکار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت