د ننګرهار دکرنې ریاست: د اماراتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۴:۵۴
د ننګرهار دکرنې ریاست: د اماراتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې ناسته ترسره شوه


۲تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد نن د خپل کار په دفتر کې په دې ولایت کې د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې سره ناسته ترسره کړه.
مولوی عبدالستار محمد د غصب د مخنیوي په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو او په ورته برخه کې د نه ستړې کېدونکو هلوځلو او همدارنکه د غاصبینو په اړه هراړخیز معلومات د کمېټې غړو سره شریک کړل.
 ده زیاته کړه، چې هیچاته به اجازه ورنکړو چې اماراتي ځمکې په غیر قانونې توګه غصب کړي، او هم یي د اماراتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت