د ننګرهار دکرنې ریاست: بټي کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۵۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: بټي کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بټي کوټ ولسوالی اړوند د چهاردهي او شبدیاني کلیو د کانالونو د بیاروغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې بټي کوټ ولسوالی اړوند د چهاردهي کلی کې ۵.۵کیلومتره کانال پاک کاري او ۲۱۸ متره استنادي دېوال جوړ شوی دی. 
ددې پروژې په پلي کولو کې ۹۱۷ کسانو ته دکار زمینې برابرولو ترڅنګ سګلونه جریبه ځمکې ترې خړوبېږي.
دغه راز د مولوی عبدالستار محمد په خبره د ننګرهار ولایت دبټي کوټ ولسوالی اړوند د شبدیاني کلي کانال ۱۳ کیلومتره پاک کارۍ او ۴۷۰ متره استنادي دېوال په پاخه او ساسي ډول جوړ شوي دي او د دې پروژې په پلي کولو کې ۱۰۴۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د دواړو یادو کانالونو په بیارغونې سره لس زره جریبه ځمکو ته د اوبوخور زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په دې اړه جوړه شوې غونډه کې  قومي مشرانو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل ولسونو ته باید خبردارۍ ورکړۍ، تر څو د ملي شتمنیو او ځنګلونو څخه ساتنه وکړي، او چاته اجازه ورنکړې چې ځنګلونه قطع کړي.
 هغه همداراز قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ننګرهار د کرنې اداره هڅه کوي تر څو د همکارو مؤسسو پر مټ لرې پرتو ولسوالیو کې پرمختیایي پروژی پلې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت