د ننګرهار دکرنې رياست: درېوو کانالونو د پاک کارۍ چارې پيل شوې
۱۹ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د UNDP دفتر په مالي لګښت او د DRC مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د مهمندرې په ولسوالی کې د درېوو کانالونو د پاک کارۍ چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د پټي په پرې کولو سره رسماً پیل شوې.
په دې غونډه کې، د ننګرهار د کرنې ادارې مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وويل، چې د یادو کانالونو اوږدوالې ۱۲ کیلو متره دي، چې د پاک کارۍ څخه وروسته به ۲۲۵۰ جریبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلی صادق زیاته کړه، چې په یادو کانالونو کې ۱۱۳ تنه کاریګر کار کوي او د ۲۶ کارې ورځو په موده کې به یاد کانالونه پاک او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
