د ننګرهار بټي کوټ کې پر ۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او د شوتلو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۱:۳۸
د ننګرهار بټي کوټ کې پر ۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او د شوتلو تخمونه ووېشل شول

۲زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د بټي کوټ ولسوالی پر ۷۵۰ بزګرانو د څارویو خوراکي توکي او د شوتلو تخم وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو مترکمه خوراکي توکي او دوه کیلو ګرامه د شوتلو تخم ورکړل شوي دي.
د چارواکو په خبره وړاندې تردې هم د اکشن آید مؤسسه د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هو پر زرګونه مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور پراختیا او ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت