د ننګرهار بټي کوټ کې د خُرما بڼونه جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۵:۴۵
 د ننګرهار بټي کوټ کې د خُرما بڼونه جوړیږي

۲۳ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د خُرما «کجورو» بڼونه جوړوي. دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي د ننګرهار بټي کوټ او ددې ولایت یو شمېر نور ولسوالۍ د خرما نو لپاره مناسب اقلیم لري.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت