د ننګرهارکانال کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۱:۱۱
د ننګرهارکانال کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی 

۲۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهارکانال ریاست چاراکي وایي، چې ددې کانال په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د  شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی اوپه دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي. 
د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي، چې دلته ‌یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
د شهدو کاروباریان وايي، چې پلوڅه شهد، شینشوبې شهد او د بېرې شهد دلته په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري. 
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې سبب شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
باید وویل شي، چې ننګرهارکانال پخپلو شته فارمونو کې د شهدو مچیو روزنې او ترې سوچه شهد ترلاسه کولو په موخه کابو ۲۳ زره د بېرو ونې کرلي دي .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت