د مرکزي زون د دوو ولایتونو یوشمېر مسلکي کارکوونکي روزل کیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۵:۴۴
د مرکزي زون د دوو ولایتونو یوشمېر مسلکي کارکوونکي روزل کیږي
 
۲۲ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ د مرکزي زون د دوو ولایتونو «بامیان او دایکندي» د کرنې ریاستونو مسلکي کارکوونکو ته د «جيآی‌اس» د زده کړې پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو.
د بامیان د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وویل، ددې روزنیزې برنامې موخه داده، چې د یادو ولایتونو د کرنې ریاستونو مسلکي کارکونکي د ولایتونو اقلیمي شرایط، د اوبو سرچینو، د خاورې ډولونه، د تودوخې بدلون، رطوبت، د بارانونو کچه، څړځایونو، ځنګلونو، للمي ځمکې، اوبیزې ځمکې او نور اړونده مهمو برخو کې وروزل شي. ښاغلی محمدي وویل، ددې روزنیزې برنامې ګډونوال به له موږ سره مرسته وکړي، چې د بامیانو لایت لپاره یو کرنیز پروفایل ولرو او د همدې کرنیز پروفایل پر اساس خپل کلنۍ پلان جوړ کړو.
دغه راز ددې روزنیزې برنامې په پیل غونډه کې د دایکندي د کرنې رییس عبدالواحد فیروزي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ تر اوسه کرنیز زون نه لرو، د موقعیت له پلوه دایکندي په مرکزي زون کې ده خو د اقلیم پر اساس له بامیان سره توپیر لي.» هغه وویل، چې د یاد روزنیز پروګرام کډون کوونکي اوس کولای شي، چې په یادو برخو او د شمېرو د ټولولو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او په راتولونکې کې د خپلو اړوندو ولایتونو پلانونو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
ددې روزنیزې برنامې موخه د کرنې وزارت د ولایتي کارکوونکو وړتیا لوړل او په یادو برخو کې د شته ستونزو هوارول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت