د مراجعينو ستونزو هوارولو په پار دکرنې وزير هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۵
د مراجعينو ستونزو هوارولو په پار دکرنې وزير هلې ځلې

۱۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري د خپل کار په دفتر کې له يوشمېر سوداګرو، بزګرانو، مالدارانو او د بېلابېلو ولايتونو له يوشمېر اوسيدونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې واورېدل.
په دغو کتنو کې د کرنې وزير د مراجعينو عريضې، ستونزې، وړانديزونه او نظریات ملاحظه او د دوی د ستونزو هوارولو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري په دغو کتنو کې خلکو ته د چوپړتياو وړاندې کولو په برخه کې پر خپل ژمنتيا خبرې وکړې او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه،  چې د کرنې وزارت د مراجعينو ستونزو د هوارولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

تلاش‌های وزیر زراعت جهت حل مشکلات مراجعین
۱۳ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از تجار، دهقان، مالداران و باشنده گان ولایت مختلف کشور دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
در این دیدار ها وزیر زراعت عرایض، مشکلات، پیشنهادها و نظریات مراجعین را ملاحظه نموده و هدایات لازم را جهت حل مشکلات به مسوولان مربطه سپرد.
مولوی عطاءالله عمری زویر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار ها از تعهدش مبنی بر خدمت رسانی مردم سخن زده و به مسوولان هدایت داد تا در رفع مشکلات مراجعین وزارت زراعت از هیچ گونه تلاش دریغ نورزند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت