د مدیره پلاوي ناسته او د زیتون فابریکې ارزونه؛ لوړپوړي چارواکي د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ته ولاړل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۱:۴۱
د مدیره پلاوي ناسته او د زیتون فابریکې ارزونه؛ لوړپوړي چارواکي د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ته ولاړل

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د مدیره پلاوي نوبتي ناسته د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په دفتر کې ترسره شوه او ورپسې لوړپوړو چارواکو د دغه شرکت د زیتون فابریکې له بېلابېلو برخو لېدنه وکړه.
په دغه ناسته کې د ماليې وزارت مالي مرستیال مولوي عبدالقادر احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبداللطيف نظري، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي، د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد، د کرنیزو او تخنيکي چارو رییس انجنير حکمت الله معروف، د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس مولوي نعمت الله سالک او یو شمېر نور مسؤلین ګډون درلود.
د ناستې پر مهال ګډونوالو د شرکت د اداري، مالي او تخنيکي چارو په اړه مهمې سپارښتنې، لازمې لارښوونې او رغوونکي نظرونه شریک کړل او هیله یې وښوده، چې دغه لارښوونې به د شرکت د لا پیاوړتیا، د کرنیزو چارو د معیاري کېدو او د خدمتونو د ښه والي لامل شي.
له ناستې وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ماليې وزارت مالي مرستیال مولوي عبدالقادر احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبداللطيف نظري او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده په ګډون د لوړپوړو دولتي چارواکو پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو فابریکې څخه لېدنه وکړه.
د شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي، د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس مولوي نعمت الله سالک، د کرنیزو او تخنيکي چارو رییس انجنیر حکمت الله معروف او نورو مسؤلینو د فابریکې د تولیدي بهیر، د زیتونو د تېلو د پروسس، بسته بندۍ او د زیتونو د اچارو د تولید ټولې برخې پلاوي ته وروښودې. همدارنګه، د فابریکې د تولیداتو، ظرفیت او اړتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مسؤلینو په وینا، سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ زره لیتره سوچه او معیاري د زیتونو تېل او نږدې ۳۵ ټنه د زیتونو اچار تولید او د هېوادوالو خدمت ته به وړاندې شي.

نشست هیأت مدیره و بازدید از کارخانه زیتون شرکت وادی زراعتی ننگرهار
۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
هیأت مدیره شرکت وادی زراعتی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، جلسه نوبتی خود را در دفتر این شرکت برگزار کرد و پس از آن، مقامات عالی‌رتبه از بخش‌های مختلف کارخانه زیتون شرکت بازدید نمودند.
در این نشست، مولوی عبدالقادر احمد، معین مالی وزارت مالیه، مولوی احمدالله زاهد، معین وزارت صنعت و تجارت، داکتر عبداللطیف نظری، معین مسلکی وزارت اقتصاد، سید محمد نعیم محمدی، رئیس اجرائیوی شرکت، محمداجان راشد، رئیس امور مالی و اداری، انجنیر حکمت‌الله معروف، رئیس امور زراعتی و تخنیکی و مولوی نعمت‌الله سالک، رئیس امور تجارت و بازاریابی و شماری دیگر از مسؤولان حضور داشتند.
در جریان نشست، شرکت‌کنندگان نظرات و پیشنهادات خود را در مورد امور اداری، مالی و تخنیکی شرکت مطرح کردند و ابراز امیدواری نمودند که این راهنمایی‌ها موجب تقویت شرکت، استانداردسازی فعالیت‌های زراعتی و بهبود خدمات ارائه شده خواهد شد.
پس از نشست، هیأت عالی‌رتبه شامل مولوی صدراعظم عثمانی، مولوی عبدالقادر احمد، مولوی احمدالله زاهد، داکتر عبداللطیف نظری و مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، معین وزارت آب و انرژی، از کارخانه زیتون شرکت بازدید کردند.
رئیس اجرائیوی شرکت و دیگر مسؤولان، فرآیند تولید، پروسس و بسته‌بندی روغن زیتون و تولید انواع ترشی‌های زیتون را به هیأت نشان دادند و اطلاعات مفصلی درباره تولیدات، ظرفیت‌ها و نیازهای کارخانه ارائه کردند.
به گفته مسؤولان شرکت وادی زراعتی ننگرهار، در سال جاری حدود ۲۰۰ هزار لیتر روغن زیتون خالص و باکیفیت و نزدیک به ۳۵ تن ترشی زیتون تولید و در اختیار مردم قرار خواهد گرفت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت