د مالیې وزارت له استازو سره د کرنې وزارت د مسلخونو او فوموګیشن عوایدو او لګښتونو د تحلیل کمېټې ناسته 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
د مالیې وزارت له استازو سره د کرنې وزارت د مسلخونو او فوموګیشن عوایدو او لګښتونو د تحلیل کمېټې ناسته 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسلخونو او فوموګیشن عوایدو او لګښتونو د تحلیل کمېټې د مالیې وزارت له عوایدو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
یاده ناسته د مالیې وزارت د استازو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د مسلخونو او فوموګیشن عوایدو او لګښتونو ته کتنه وشوه. د کمېټې غړو څرګنده کړه، چې د دې ارزونې موخه د روان بهیر څېړنه او د عوایدو د زیاتوالي لپاره د حل‌لارو موندل دي، ترڅو د اسلامي امارت مالي سرچینې پیاوړې شي.  
همداراز، کمېټې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره د ګډو اصلاحاتي اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ، ترڅو عواید زیات شي او د بېلابېلو برخو موثریت ته وده ورکړل شي. دا ناسته د کرنې وزارت د عوایدو سیستم د لا ښه‌والي لپاره د موجود وضعیت ارزونې او د عملي وړاندیزونو وړاندې کولو په موخه ترسره شوه.  
یاده کمېټه د کرنې وزارت د مالي او حسابي رئیس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ جوړه شوې، چې پکې د بوټو ساتنې او کرنتین رئیس مولوي محمد ادریس حنیف، د څارویو د روغتیا رئیس ډاکټر مختار محسني، د کرنې وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني او د وزارت د بېلابېلو برخو مسؤلین ګډون لري.

جلسه کمیته تحلیل عواید و مصارف مسلخ‌ها و فوموگیشن وزارت زراعت با نمایندگان وزارت مالیه
کمیته‌ای  که جهت تحلیل عواید و مصارف مسلخ‌ها و فوموگیشن در وزارت زراعت  تشکیل گردیده بود با مسوولان بخش عواید وزارت مالی دیدار و گفتگو کردند .
کمیته متذکره  با حضور نمایندگان وزارت مالیه در جلسه‌ای با موضوع بحث و تحلیل پیرامون عواید و مصارف مسلخ‌ها و فوموگیشن برگزار گردید. در این نشست، اعضای کمیته اظهار داشتند که هدف اصلی بررسی روند جاری و یافتن راهکارهایی برای بهبود و افزایش عواید امارت اسلامی می‌باشد.
کمیته همچنین ابراز تمایل نمود که با همکاری وزارت مالیه و از طریق اقدامات اصلاحی، بتوانند عواید را افزایش داده و به بهره‌وری بیشتر در بخش‌های مختلف دست یابند. این جلسه به منظور بررسی وضعیت موجود و ارائه پیشنهادات برای ارتقاء سیستم عواید وزارت زراعت برگزار شد.
این کمیته به سرپرستی مولوی ضیاء الدین واقف، رئیس مالی و حسابی و با حضور، مولوی محمد ادریس حنیف رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی، عزیز الرحمن رحمانی، مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در امور مالی و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت تشکیل گردیده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت