د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ ننګرهار کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۵۶
د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ ننګرهار کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرزکونه جوړ شو

١۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او په ملګرو ملتونو کې د مېرمنو چارو ادارې په مالي لګښت په خوږیاڼو، شېرزاد، دره نور او کامي ولسوالېو کې د شیدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په یادو شویو ولسوالیو کې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې له لورې ۲۵ د شیدو ټولولو مرکزونه جوړشوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل: «یادو مالدارانو ته د شېدو راټولولو کوم مرکزونه چې جوړ شوي دي ددغو مرکزونو مشرانو ته د شېدو ټولولو توکي لکه  د شېدو راټولولو غټ ۵۰ ليټره کین، پلاستیکي سطل، برقي تله، شېدو اندازه کولو لوښې، لکټو مټر، ماسک، دستکشې، جالۍ او د شېدو ګرمولو دیګونه هم ورکړ شوي او هغه مالداران چی شيدي مرکزونو ته د پلور لپاره راوړي پلاستکي سطل، پلاستکي څوکۍ، پنير جوړولو جالۍ، شېدو چاڼولو جالۍ، ماسکونه، دستکشې، تملوت، د شېدو غواګانو د شېدو د کيفت د ښه والی لپاره دوه قلمه درمل ورکړل شوي دي.»
دغه راز ۹۰۰ تنو مالدارانو ته د لبني محصولاتو ارزښت، پروسیس، حفظ الصحي او حيوانې ناروغیو او نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د یادو مرستو موخه په ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا، مېرمنو ته په کور دننه د کار پیداکول او د خوړو خوندیتوب دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت