د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ د کونړ په څلور ولسوالۍ کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۱:۳۸
د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ د کونړ په څلور ولسوالۍ کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي  همکارۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو  شیکل،  چپه دره،  څوکۍ او شلتن کې د وټرنرۍ څلور کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د یادو کلینیکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کونړ والي مولوی قدرت الله ابوحمزه، د کونړ د کرنې رییس مولوی شېر آقا (پیر حبیب الرحمن)،د کونړ د کرنې ریاست چارواکو، د یاد ولسوالیو چارواکو، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د کونړ دکرنې رییس مولوی شېرآقا (پیر حبیب الرحمن) وويل، چې د کونړ ولایت د شیکل،  چپه دره،  څوکۍ او شلتن ولسوالیو کې ډېر شمېر څاروي د څارویو د خدماتو بي برخي وو،  چې ددي کلینیکونو په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکټور کې به مثبت بدلونونه ولیدل شي.
 د کونړ دکرنې رییس دغه راز زياته کړه څلور تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د کونړ دکرنې رییس دغه راز وویل، چې دیادو کلنیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل،  یو پایه سولري یخچال،  مکمل سولري سیستم،  ۶۶ قلمه د وترنري تخنیکي بسته،  ۳۳ قلمه لوجستیکي بسته او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت