د لوېدیځ زون پر بزګرانو د پستې څه باندې ۲۷ زره نیالګي ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲

۱۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP» د هرات او بادغیس ولایتونو پر پسته کارو بڼوالو د پستې ۲۷ زره او ۵۰۰ نیالګي ووېشل.
دغه نیالګي پر هغو بڼوالو وېشل شوي، چې تر دې مخکې د یادې پروژې د کارکوونکو له خوا سروې شوي ول.
ددغو نیالګیو له ډلې په بادغیس ولایت کې ۱۱ زره او په هرات ولایت کې ۱۶ زره او ۵۰۰ نیاګلي وېشل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوي سږ د پستې د هغو بڼونو ۶۱ زره او ۲۵۰ نیالګي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا جوړ شوي دي پیوند شي او بڼوالو ته د تخنیکي سلا مشورو ورکولو ترڅنګ پر دوی سیمي جالۍ او همداراز د اوبو ټانکر او د اوبولګولو په پار پایپونه هم ووېشل شي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه د هېواد په لوېدیځ زون کې له ۲۰۱۴ ام کال را په دې خوا څه باندې پنځه زره جریبه د پستې بڼونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت