د لوی اختر په درشل کې د څارویو د پېر او پلور تود بازار

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۴۵
د لوی اختر په درشل کې د څارویو د پېر او پلور تود بازار

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن
لوی اختر مسلمانانو له پاره د کال دویمه لویه خوشحالي ده، چې هر کال د حج فریضې د ادا کولو او د څارویو په قربانیو کولو سره په نړۍ کې د مسلمانانو له خوا په تود هرکلي سره لمانځل کېږي.
د لوی اختر ورځ د مسلمانانو له پاره ځانګړی اهمیت لري ځکه په دې ورځ حضرت ابراهیم علیه سلام د الله پاک په نامه خپل خوږ زوی حضرت اسمعیل علیه سلام ذبح کاوه، چې پرځای یې د چړې لاندې پسه وموند او له هغې ورځې راهیسې حاجیان په مکه کې په دې ورځ ذبح کوي او مسلمانان د چا چې وس او توان وي په ټوله نړۍ کې د الله په نامه قرباني کوي.
قرباني د لوی اختر د مراسمو یوه ځانګړې برخه ده، چې د لوی اختر په ورځو کې هر کال په نړۍ کې د مسلمانانو له خوا په ګڼ شمېر وزې ، پسونه، غواوې او نور ورته څاروي حلالېږي.
د کابل ښاریانو هم لکه د نورو ځایونو د مسلمانانو په څېر د قرباني له پاره چا پسونه، چا اوزې او ګډې او چا غوایان رانیسي، چې ورسره د څارویو د خرڅلاو بازارونو ورځ تر بلې نورو وختونو ته په کتو د پېر او پلور په تودو بازارونو بدل شوې او په پار یې د کابل په ځینو ځانګړو سیمو کې د څارویو د پلور بازارونه جوړ شوي دي.
په افغانستان کې د لوی اختر په رارسېدو سره، د څارویو بازار ځکه تود وي چې د اقتصادي توان او دخدای (ج) د امر د پرځای کېدو سره سم د خلکو له خوا د اختر له پاره ډول ډول څاروي د قربانۍ له پاره رانیول کېږي، چې د خدای(ج) دې امر د پلازمېنې کابل د مالدارۍ د پېر او پلور په ځانګړو بازارونه هم اغېزه کړې ده.
کمپنۍ، د سرسبزی څلورلاره، حضوري چمن، ارزان قیمت، قعلچه او یوشمېر نورې هغه سیمې دي، چیرې چې د کابل اوسیدونکي د قرباني له پاره څاروي ترې رانیسي.
 پدې بازارونو کې د څارویو نرخونه بېلابېل دي (خوسکي، غواوې، پسونه او وزې) چې د تېر کال په پرتله یې نرخونه او بیې بدلې رابدلې دي.
نخاس یا د مال منډوی، یو له هغو بازارونو څخه ده، چیرې چې یوازې څاروي لکه غواوې، اوښان، وزې، پسونه او نور څاروي اخیستل او پلورل کېږي.
د څارویو د پلورل کېدو ځای( نخاس) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شتون لري، چیرې چې خلک او قصبان د څارویو پېر او پلور له پاره هلته ځي، او اړین څاروي په بېلابېلو وختونو کې د دې نخسانو څخه پېرې په ځانګړې توګه د لوی اختر په شپو او ورځو کې.
د کابل یو شمېر اوسیدونکي، چې د غواګانو، پسونو او نورو مالونو پېرلو په پارنخاس یا د مالدارۍ بازار ته راغلي دي، هیله څرګندوي، چې د اختر د ورځو په راتلو سره د څارویو  نرخونه لوړ نشي.
ګل بشر، د کابل د ګل بوټې سیمې اوسېدونکی دی، هغه د قربانۍ مال اخېستلو په پار د قلعچې نخاس یا هم منډوی ته راغلی وو، هغه وویل: «د څارویو منډوي ته ددې له پاره راغلی یم،چې د خپل مالي توان سره سم څاروي راونیسم او د لوی اختر په ورځ کې یې قرباني کړم.»
د هغه په وینا، د تېر کال په پرتله د څارویو بیې ښې دي. ګل بشر وویل، چې باید سوداګر هم د خلکو اقتصادي وضعت ته په کتو د څارویو نرخونه لوړ نه کړي.
د نورالرحمان مبارز په نوم یو بل پیرودونکی، چې د غوره څارویو په لټه کې دی وایي، کوشش کوي تر څو په مناسبه بیه د خپلې خوښي څاروی راونیسي. نموړی وایي که څه هم تر اختره د ګوتې په شمېر شپې او ورځې پاتې دي، خو بیا هم له هېودوالو او سوداګرو غواړي، چې د خپلې وسې په اندازه څاروي راونیسي او د مناسبې ګټې په کولو سره خپل مالونه وپلوري، چې دا کار کولای شي هم پلورنکي او هم پېرودونکي د قربانۍ کولو ته هڅوي.
دغه راز د څارویو سوداګر هم وایي، چې هره ورځ د شته څارویو له ډلې یو شمېر یې خرڅېږي.
زبیح الله چې له تېرو شلو کالو راهیسې د څارویو په پېر-پلور بوخت دی وایي، چې د بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو څخه د قلعچې عمومي منډوی ته ګڼ څاروي راوړل کېږي، چې په اخترونو کې یې بازار ښه تود وي هغه د یوې مناسبې غوا بیه وزن ته په کتو او په ځانګړي توګه له ۵۰ زرو څخه تر څه باندې۱۰۰ زره شاوخوا پورې یادوي، چې د پلورل کېدو په وخت کې د مناسبې ګټې په پام کې نیولو سره تر خپلې وسې ګوزاره ورسره کوي.
په هېواد کې د کرنې ترڅنګ مالدارۍ هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړني اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواوو، وزو او مېږو څخه پوره كوي.
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره په هېواد کې د مالدارۍ د محصولاتو د راکړې ورکړې کلنۍ ارزښت نږدې لس میلیارډه ډالرو ته رسېږي، د دوی په خبره د هېواد ۴۰ سلنه وکړي د مالدارۍ او د مالدارۍ د محصولاتو په برخه کې په دندو بوخت دي او خپل لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت