د لوګر پر بزګرانو۳۲۶ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۱:۴۴
د لوګر پر بزګرانو۳۲۶ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي ۱۵ لړم ۱۳۹۹ د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی. په دې لړۍ، کې د لوګر ولایت په کچه پر شپږ زره او ۵۲۰ بزګرانو د غنمو ۳۲۶ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. دغه اصلاح شوي تخمونه د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت چمتو شوي دي او د سبسایډې په ډول پر بزګرانو وېشل کیږي. ددغو اصلاح شویو تخمونو ۴۰ سلنه لګښت د بزګرانو او ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د لوګر ولایت په کچه پر شپږ زره او ۵۲۰ بزګرانو د غنمو ۳۲۶ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي.
دغه اصلاح شوي تخمونه د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت چمتو شوي دي او د سبسایډې په ډول پر بزګرانو وېشل کیږي. ددغو اصلاح شویو تخمونو ۴۰ سلنه لګښت د بزګرانو او ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او. . .

بازگشت