د لوګر محمدآغې کې ۱۰۰ بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۹:۰
د لوګر محمدآغې کې ۱۰۰ بزګران وروزل شول

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمد آغې ولسوالی ۱۰۰ بزګران په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
د چارواکو په خبره یاد بزګران د خړو خوندیتوب پروژې په ملاتړ په ګلخونو کې د سبو کرکیلې، د کیمیاوي سرو استعمال، د ګلخونو جوړول، په ګلخونو کې د تودوخې درجې برابرول او نورو اړینو برخو عملي او نظري معلومات وړاندې کړل.
باید وویل شي، چې روزل شویو بزګرانو ته  دیادې پروژې له لورې څه موده وړاندې ګل خونې(ګرین هاوسونه) جوړ، ودانیزې چارې یې بشپړ،او دسبوتخمونه هم ورته ویشل شوې وه،چې ورته د متخصصو تخنیکي ټیمونو لخوا روزنه ورکول کېږي.
ګډونوالو د پروګرام اوسیمه ییزو روزنې خوښي وښودل او په راتلونکي کې یې ددغه شان روزنې دجوړېدو غوښتونکی شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت