د لوګر محمدآغې کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شول
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ پر ۱۵۴ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې یوه قیچي، یوه اره او یو دانه سوان شامل دي، چې پر هغو بڼوالو وېشل شوي، کوم چې د بڼوالۍ اړوند روزنیز پروګرامونه یې ترلاسه کړي دي.
ددې مرستې موخه د بڼوالۍ پراختیا او د بېوزلو بزګرانو ملاتړ دی.
