د لوګر دکرنې رییس د بهرنیو مؤسسو چارواکو ته؛ د بزګرانو او بڼوالو لاسنیوی وکړئ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۲۸
د لوګر دکرنې رییس د بهرنیو مؤسسو چارواکو ته؛ د بزګرانو او بڼوالو لاسنیوی وکړئ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې ډاکټر توفیق احمد په سوډان هېواد کې د اسلامي سازمان مسؤول او ډاکټر ایمر یوکس چې په ترکیې هېواد کې د خوراکي توکو د مسؤنیت مسؤول دی او ورسره مل پلاوی د لوګر ولایت د کرنې اومالدارۍ ریاست مسؤولینو سره ګډه ناسته وکړه.
یاده ناسته د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې جوړه شوی وه، د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي راغلی پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل او تر څنګ یې له هغوی وغوښتل، تر څو د یاد ولایت د بزګرانو او بڼوالو لاسنیوی وکړي او هغوی ته یې د پروژو دتطبیق او امنیتي برخه کې پوره ډاډ ورکړ.
له ناستې وروسته راغلي پلاوی د لوګر ولایت برکي برک ولسوالی ته د سفر په لړ کې د یادې ولسوالی له بزګرانو او بڼوالو سره وکتل د هغوی ستونزې یې واوریدې او د کرنې د میکانیزه کولو اړوند یې د مرستو ډاډ څرګند کړ.
راغلی پلاوی په خپلو خبرو کې  وویل، چې د دغه ولایت د بزګرانو او بڼوالو ستونزو ته به رسېدنه وکړي او له دغه سفر څخه یې موخه د بزګرانو او بڼوالو ستونزې په ګوته کول او له دوی سره مرسته یاده کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت