د لوګر دکرنې ریاست: د کانالونو کېندلو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۲۴
د لوګر دکرنې ریاست: د کانالونو کېندلو چارې په چټکۍ روانې دي

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو کانالونو د کېندلو چارې په چټکۍ روانې دي.
د لوګر دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر د لوګر مرکز پل علم اړوند هوني سیدانو او ده مغلان سیمو له کارې چارو لیدنه وکړه او د لیدنې ترڅنګ یې پر کاریګرو محافظتي کڅوړوې هم ووېشل. 
په یاده سیمه کې اوس مهال ۵۰ تنو ته د بشري ځواک اداری لخوا د کارکولو زمینه برابره شوې چې هر کاریګر ته اته زره اوپنځه سوه افغانۍ میاشتنۍ معاش ورکول کېږی.
د ویلو وړ ده، چې په ویشل شویو محافظتی کڅوړو کې یوه جوړه موزی،عینکې او لاس ماغوشامل وه.
ددې پروژې موخه دسپرلی له راتګ سره سم هغه کانالونه چې د سېلابونو له وجی ډک شوی د بزګرانو د ستونزو حل او بې وزګاره خلکو ته د کاري زمینې برابرول او د بې وزګارۍ د کچې ټیټول ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت