د لغمان مهترلام کې د بزګرانو شپږو ټولنو سره د اړینو توکو مرستې وشوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۵:۳۴
د لغمان مهترلام کې د بزګرانو شپږو ټولنو سره د اړینو توکو مرستې وشوې

۳۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان راتلونکو نسلونو (FGA) مؤسسې په تخنکي او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (UNWFP)  په مالي لګښت ددې ولایت مرکز مهترلام کې شپږو ټولنو ته چې 1200 نفره غړي لري څلور عرادې ټراکټورونه د ټرالۍ، تهریشر، نه پال، بلیډ، سیاره ژرنده، څلور عرادې زرنجونه، پنځه عرادې لاسي ټراکټورونه، او اوه عرادې د غنمو لو کولو لاسي ماشینونه وېشلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج محمد ولي محسن، د اقتصاد رییس او د همکارو مؤسسو ولایتي چاراکو ګډون درلود.
د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد په خپلو خبرو کې ولسونه ګډ کار کولو، اتحاد، یووالی او ورورګلوۍ ته وهڅول.
 د لغمان والي وویل: «روان کال مو په لغمان ولایت کې د شفافیت تر شعار لاندې پیل کړې ده، دولتي ادراو ریسانو، مؤسساتو ولایتي مسؤلینو او قومي مشرانو دې باید روڼتیا په پام کې ونیسي، ځکه د روڼتیا نه شتون په صورت کې د هیچ چا مراعت ته کېږي.»
دغه راز د لغمان والي د لغمان  دمرکز په ګډون ټولو ولسوالیو او لیري پرتو ولسونو ته یې د خدماتو پر رسولو تاکید وکړه او دکرنې پرمختګ یې د هېواد د خپلواکۍ ساتنې په پار اړین وبلل او ټولو مؤسسو او خلکوته چې دکرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې لېوال دي د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې د کرنې په برخ کې د هېواد پرځان بسیانې د ټینګار ترڅنګ بزګران او د کرنې سکټور فعالیتو څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې نه سړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
ښاغلی محسن پر بزګرانو یې تاکید وکړه ترڅو د ټولنې د ماشنیري اوسایلو څخه په منظم او مشترک ډول په ګډه استفاده وکړي، شخصی اغراضو لپاره تري ګټه پورته نکړي، هغه زیاته کړه: «د ټولنې او ګروپي اهدافو په ترلاسه کولو سره مو خپل اقتصاد پیاوړی کړئ. دکرنې ریاست تاسو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ کوي. که کومه ټولنه د پورته ذکرشوي ماشینري د منظم او مشترک استعمال په برخه کې پاتې راشي، د لغمان دکرنې ریاست مکلف ده چې لازم اقدامات ترسره کړي.»
دغه راز په دې غونډه کې د بزګرانو د ټولنې په استیازیتوب وحیدالله محبت دلغمان دکرنې ریاست او همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه او د ماشینرۍ د منظم استعمال په برخ کې یې اړوندو چارواکو ته ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت