د لغمان علینګار کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۱:۱۵
د لغمان علینګار کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې ددې ولایت علینګار په ولسوالی کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه.
په دې پروګرام دلغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل سربیره دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، داطلاعاتو کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي، دعلینګار ولسوال قاري نورالهادي صارم سعید، قرغیو ولسوال قاري زاهدالله فاتح ،افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې مرکزي دفتر مرستیال فریدون قیومي، دلغمان لپاره دهالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرحبیب الرحمن دریځ، دلغمان مالدارانو اوهمداراز دسیمو قومي مشرانو کړی وو.
د هالینډ کمیټې دمرکزي دفتر مرستیال فریدون قیومي وویل چې دمالدار ورځې لمانځغونډې څخه مو موخه د مالدارانو دخپلو د تجربو شریکول او د دوی له تجربو څخه په راتلونکو پروګرامونو کې ګټه اخیستل دي. قیومي زیاته کړه چې دهالینډ کمیټې په لغمان کې شپږ ویشت بابه د څارویو کلینکونه، د څارویو دچاقوالي لپاره یې د څارویو د خوراکې فیډبانکونه جوړ کړي او همداراز یې دسلګونه دوزه د څارویو د داخلي چنجیو د وژلو واکسین تطبیق کړی، او په نږدې  راتلونکي کې پلان لري چې د لبنیاتو پروسس کولو همداراز دکشمیرې وزو د وړیو خرڅلاو شل مرکزونه جوړ کړي.  نوموړي د لغمان دکرنې ریاست او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د پروګرامونو دتطبیق په برخه کې  زمینه برابره کړې.
په همدې حال کې  دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن  د مالدارۍ په اهمیت او ګټو خبرې وکړې او د هالینډ کمیټې دفعالیتونو د ښه تطبیق څخه مننه وکړه او له دوی څخه وغوښتل، چې دغه فعالیتونه نور هم وغځوي او په راتلونکي  کې د څارویو دنسلونو داصلاح په برخه کې برنامې په لاره واچوي. محسن دسیمې په ولسونو غږ وکړ چې دڅارویو لپاره هغه طبیعي بوټي چې ځمکه یې پوښلې له منځه یو نه سي.
 دغه راز دمالدار د ورځې لمانځې په مراسمو کې ددې ولایت مالدارانو پروسس شوي محصولات او توکي هم نندارې ته اېښودل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت