د لغمان عاینګار کې د شاتو مچیو روزونکو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۴۵
د لغمان عاینګار کې د شاتو مچیو روزونکو سره مرستې وشوې

۱۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د «اکښن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت علینګار ولسواای کې د شاتو مچیو پر ۱۰ روزونکو د شاتو مچۍ او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د شاتو مچیو هر روزونکي ته پنځه پیټۍ د شاتو مچۍ ډک صندوقونه، دوه پیټۍ خالي صندوقونه، دګروه نیولو لپاره خالي پیټۍ، یو عدد دود پمپ، یوجوړه دکارجامې، خوراکه دانې دوه عدده، دتجرید تخته دوه عدده، یو پلاستیکي سطل، یو څټک، یو عدد شانه برس، یوجوړه دستکشې، موم تراش یو عدد، د ملکې قفس څلور عدده، دخوراکه دانې  پیټۍ، موم دوه کیلو،اره یوعدد، دوا یو پکیج، سپرې یوعدد او د شاتو د ویستلو ماشین ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د شاتو مچیو روزونکو ملاتړ او په ټوله کې ددې سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت