د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې بادپښ ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۳۱
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې بادپښ ولسوالی ته سفر وکړ

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې مسؤلینو بادپښ ولسوالی ته سفر وکړ، چې په دې سفر کې یې د لغمان امنیه قوماندانۍ، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو هم ملتیا کوله. یاد پلاوي په بادپښ ولسوالی کې د ولسوالۍ مرستیال مولوي عبدالرازق سره د ناستې وروسته د دې ولسوالی لېرې پرتو غرنیو سیمو ګړوچ، اندروړ، شاه ګولیان، سنځلۍ،بادپښ مرکز او حسنزايي درو ولسونو سره، د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه ولسي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د بادپښ ولسوالی مرستیال مولوي عبدالرازق راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دوی د هڅو څخه یې مننه وکړه، چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې کړې دي. هغه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سیمو ولسونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورپسې، د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د ولایت په کچه د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالۍ ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او په دې برخه کې به د دوي نظرونه اوري. نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو د راغلي پلاوي له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه چې د تېرو په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي، چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي. دغه راز، ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له پلاوي سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت