د لغمان دکرنې ریاست: قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۴۵
د لغمان دکرنې ریاست: قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په هدایت دعشراوزکات مسؤل د مرکز مهترلام اړوند چهاردهي، باغ میرزا، کړاهو، حیدرخانې او کله کوټ له قومي مشرانو سره د عشر او زکات د راټولولو په هکله جلا جلا ناستې ترسره کړل.
یادې ناستې چې له نوموړو کلیو له قومي مشرانو سره ترسره شوې، د عشراوزکات راټولولو آمر ذبیح الله هشام له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان کړ همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست له خوا هر اړخیزې مرستې ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت