د لغمان دکرنې ریاست: د علینګار پړوائي او ناو سیمو کې څه باندې ۲۴۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۶:۴۳
د لغمان دکرنې ریاست: د علینګار پړوائي او ناو سیمو کې څه باندې ۲۴۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

په لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله پنځه لسمه غونډه ددې ولایت دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه.
 ددې غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا وکړه او بیا یې دتیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه په ورته مهال محسن د اوي ناو کوچیانو د یوتن دکوټې د ړنګیدو په تړاو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد کمیسیون دمشرتابه هدایت دموضوع په اړه له تخنیکي پلاوی غړو سره معلومات شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې دتخنیکي پلاوی رییس د پړوائي سیمې خلکوعریضه چې د بدیع الزمان په نوم شخص باندې دځمکې دغصب په اړه تخنیکي پلاوی ته راجع شوې وه د بحث لپاره وړاندې کړه.
 دغونډې پرمهال تخنیکي پلاوی له ابراهیم خېلوڅوتنوکوچیانو سره وکتل کوم، چې دوی دکله کوټ په سیمه کې امارتي ځمکه خپل مالچر گڼي په دې برخه کې دتخنیکي پلاوی رییس ددوی نظرونه اوغوښتنې واورېدل او دمالچر دثبت په اړه دقانوني اسنادو غوښتنه ترې وکړه.
 په یاده غونډه کې د زنګورې سیمې د۱۲۳جریبه کرنیزې ځمکې موضوع دتېر په څېر بیاهم تربحث لاندې ونیول شوه، چې دبحث څخه وروسته تخنیکي پلاوی غړو اجاره دار ته لارښوونه وکړه چې د ځمکې یوکال اجاره دولت ته تحویل کړي، ترڅو قاضي د موضوع په هکله خپل حکم یا قرار صادر کړي، چې موضوع له قضا څخه خلاصه او دغصب څخه وژغورل شي.
تر دې غونډې وروسته یاد پلاوی د لغمان ولایت علینګار ولسوالی ته سفر وکړ او ددې ولسوالۍ له ولسوال قاري ذاهدالله فاتح سره وکتل په دې کتنه کې یاد پلاوی په امارتي ډاگونو کې دنوی کارکولو په تړاو هدایت وکړ چې هیڅ شخص ته ددې اجازت ورنه کړي چې په امارتي ډاگونو کې نوې ابادي وکړي.
چې په دې برخه کې د علینګار ولسوال له خوا د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت