د لغمان باد پښ کې له ۱۶۳ مالدارانو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۹
د لغمان باد پښ کې له ۱۶۳ مالدارانو سره مرسته وشوه

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د بادپښ ولسوالی پر ۱۶۳ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په لړ کې ۱۶ مالدارانو سره د کورتو جوړولو د توکو او ۸۷ مالدارانو سره د لبنیاتو پروسس څخه د حیواني خوړو جوړولو (چنر) او ۶۰ مالدارانوسره د پسونو د چاقولو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت