د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه اړوندو ادارو ته وړاندې شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۹:۶
د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه اړوندو ادارو ته وړاندې شوه

د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ چمتو کړې، په یوه غونډه کې د امارت لوړپوړو مسوولینو ته وړاندې شوه.  
یاده طرحه د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د اغېزمنې استفادې لپاره چمتو شوې، چې په همدې موخه په کرنې وزارت کې یوه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر آخند، د چارو ادارې رئیس مولوي نورالحق انور، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمن آخندزاده په ګډون دایره شوه.  
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د قوش‌تیپې کانال پر اهمیت او د دې طرحې د چمتو کولو پر موخو خبرې وکړې. نوموړي وویل: «د قوش‌تیپې کانال د جوړېدو چارې په ښه توګه مخ ته ځي او له بشپړېدو وروسته باید د دې کانال شاوخوا ځمکې په موثر ډول وکارول شي. په دې سیمو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي. یاده طرحه همدې موخې ته چمتو شوې او نن وړاندې کېږي. د کانال مدیریت د کرنې وزارت پر غاړه دی، خو اصلي رول به خصوصي سکتور او پانګوال ولري، ترڅو له خپلو پانګونو سره د افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې اوښتون رامنځته کړي.»  
وروسته، د کرنې وزارت د څړځایونو د تنظیم رئیس سید خالد صاحب‌زاده د دې طرحې جزئیات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې دا طرحه پنځه اساسي برخې او ۹۱ موارد لري، چې د مهمو برخو په ډله کې یې د صنعتي کمپلکسونو جوړول، د ځمکو ارزونه او اصلاح، سالم مدیریت او مشري، د کانال ساتنه او مراقبت، تولید شوي محصولاتو ته بازارموندنه او پانګوالو او خصوصي سکتور ته تشویقي کڅوړې وړاندې کول شامل دي.  
سید خالد صاحب‌زاده د طرحې ټول موارد په تفصیل سره تشریح کړل او د حاضرینو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل. په دې ناسته کې د څلورو اړوندو ادارو چارواکي، سلاکاران، انجینران او متخصصین هم حاضر وو، چې په تېرو اونیو کې یې د طرحې په چمتو کولو کې ګډون کړی و.  
دا طرحه د طبیعي سرچینو د غوره استفادې او د قوش‌تیپې کانال شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده چې د خصوصي سکتور او پانګوالو په همکارۍ به په دې سیمه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.


طرح استفاده معقول از زمین‌های اطراف کانال قوش‌تپه به ادارات مربوطه ارائه شد
۱۴ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
طرح استفاده معقول از زمین‌های اطراف کانال قوش‌تپه که از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای در همکاری ادارات ذیدخل تهیه شده است در جلسه‌ای با حضور مقامات ارشد امارتی ارائه گردید.
 این طرح به منظور بهره‌برداری موثر از زمین‌های اطراف کانال قوش‌تپه تدوین شده که در جلسه‌ای در وزارت زراعت با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی حمدالله نعمانی وزیر شهرسازی و مسکن، حاجی ملامحمدناصر آخند وزیر مالیه، مولوی نورالحق انور رئیس عمومی اداره امور، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و مولوی مجیب الرحمن آخند زاده معین وزارت انرژی و آب اراییه  شد.
در آغاز این جلسه، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، درباره اهمیت کانال قوش‌تپه و اهداف تدوین این طرح صحبت کرد. وی اظهار داشت: «کار ساخت کانال قوش‌تپه به صورت درست پیشرفت کرده و پس از تکمیل آن، باید از زمین‌های اطراف آن به شکل موثر استفاده شود. در این مناطق، مراکز و کمپلکس‌های منظم صنعتی، زراعتی و مالداری باید ایجاد گردد. این طرح به همین منظور تهیه شده و امروز ارائه می‌شود. مدیریت کانال بر عهده وزارت زراعت است، اما نقش اصلی را سکتور خصوصی و سرمایه‌گذاران ایفا خواهند کرد تا با سرمایه‌گذاری خود، زمینه انقلاب خوکفایی در افغانستان را فراهم سازند.»
در ادامه، سیدخالد صاحب‌زاده، رئیس تنظیم علفچرهای وزارت زراعت، جزئیات این طرح را ارائه کرد. این طرح شامل ۵ بخش اصلی و ۹۱ مورد است که ایجاد کمپلکس صنعتی، شناسایی و اصلاح زمین‌ها، مدیریت و رهبری سالم، حفظ و مراقبت از کانال، وصل محصولات تولید شده به بازار و ارائه بسته‌های تشویقی به سرمایه‌گذاران و سکتور خصوصی از جمله موارد مهم آن است.
سید خالد  صاحب‌زاده به تفصیل درباره هر بخش توضیح داد و به سوالات حاضرین پاسخ گفت. در این جلسه، روساء، مشاوران، انجینران و متخصصان از چهار اداره مربوطه حضور داشتند که در طول هفته‌های گذشته در تدوین این طرح مشارکت داشتند.
این طرح به عنوان گامی مهم در جهت استفاده بهینه از منابع طبیعی و توسعه اقتصادی مناطق اطراف کانال قوش‌تپه تلقی می‌شود و انتظار می‌رود با همکاری سکتور خصوصی و سرمایه‌گذاران، تحولات مثبتی در این منطقه ایجاد گردد

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت