د فراه ولایت فارمونو کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۰
د فراه ولایت  فارمونو کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

د فراه د کرنې ریاست اړوند فارمونو کې د کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کرنې انسټیټوټ زده کړیالان خپل پرکتیک دوره د دی ریاست اړوند فارمونو کې ترسره کوي.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو،لکه د بڼونو او شنوخونو آفاتونو او ناروغیو پیژندل،د مختلفو قوریو څخه لیدنه، د ابولګولو نوی میتودونو لیدل، شاخه بری، زعفران او انجې ننداریزو کروندو په اړه د مسلکي کارکوونکو لخوا  زده کړیالانو ته هر اړخیز معلومات په عملي او نظري ډول ښود کېږي.
د چارواکو په خبره دغه چارې د زده کړیالانو په وړتیا کې د پام وړ بهبود او نوښت راولي .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت