د غزني دکرنې ریاست یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۶
د غزني دکرنې ریاست یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست اړوند یوشمېر کارکوونکو ته د وړتیالوړنې په پار روزنیز پروګرام دائره شوې وه.
ددې روزنیز پروګرام په پیل غونډه کې د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدادریس حنیف وویل: «د یوې ادارې د ښه نظم او د بريالیو کړنو لپاره داسې روزنیزو پروګرامونو ته لویه اړتيا ده، چې له امله یې یوه اداره د بریالیتوب په طرف یون کولای شي، د اداري چارو ټول کارکونکي باید په داسې روزنیزو پروګرامونو کې برخه واخلي ترڅو یې اداري کړنې لاهم په اصولي او قانوني چوکاټ برابري شي.»
ددې روزنیز پروګرام موخه د کارکوونکو وړتیاو لوړول ښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت