د غزني ده‌یک کې د اوبو چک‌ډېم جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۴۷
د غزني ده‌یک کې د اوبو چک‌ډېم جوړېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په کلي کې د چک‌ډېم جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر په یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف ددې پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد چک‌ډېم د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په سمیه کې جوړېږي، چې۱۲ متره سور، ۲۲ متره اوږدوالی او ۱۵۰ متره لوړوالی لري او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغزني دکرنې رییس له یادې پروژې څخه دلیدنې په ترڅ کې د يادې پروژې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د کارونو کيفيت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي حنیف دشېربوز سيمې له ولسونو وغوښتل، چې د نوموړې پروژې کارونه په اخلاص سره ترسره کړي او له چارواکو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د کرنې پرمختګ لپاره د کروندې ورځې په ویاړ پراخه سیمه ییزه غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیو لوی مدیریت له لوري د بولان په څېړنیز فارم کې د سبو، تیلي او صنعتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د استملاک او بيا. . .

بازگشت