د زعفرانو د ملي ټولنې مرستيال د پکتيا ولايت له زعفرانو کارانو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۶:۲۸
د زعفرانو د ملي ټولنې مرستيال د پکتيا ولايت له زعفرانو کارنو سره وکتل


۲۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د زعفرانو د ملي ټولنې  مرستيال د پکتيا ولايت له زعفرانو کارانو سره په ليدنه کې د زعفرانو په بازار موندنه خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې د زعفرانو د ملي ټولنې مرستيال وويل، چې د دوی ملي ټولنه د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هلې ځلې کړي او په کافي اندازه بازار يې ورته پيداکړئ، نوموړی له زعفرانو کارنو وغوښتل، چې د خپلو محصولاتو د پلور پر وخت کې دې له يادې ټولنې سره په اړيکه کې شي.
د پکتيا د کرنیزو چارو آمر ښاغليدی مومند خروټي په خپلو خبرو کې وويل، چې زعفران يو اقتصادي صنعتي نبات دی، نوموړي له زعفران کارانو وغوښتل،  چې د ياد بوټي د زيات ترويج په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
په همدې حال کې د پکتيا د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمر ښاغلي مولوي احسان الله احسان په خپلو خبرو کې وويل، چې دپکتيا د کرنې رياست شته امکاناتو ته په کتو د زعفرانو کارانو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت