د زابل دکرنې ریاست: ۱۰۵ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۴۴
د زابل دکرنې ریاست: ۱۰۵ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

۲۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې لري، چې مشري یې د ولایتونو دکرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې د ولایت په کچه د دولتي ځمکو څخه د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.
په همدې موخه د زابل ولایت لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي، چې د دولتي ځمکو د تثبیت پروسه یې په مرکز او ولسوالیو کې پيل کړې چې تراوسه یې زرګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د زابل د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد چې د غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشري پر غاړه لري وویل، د دوی د کمېټې د کار له پیله را وروسته د زابل مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې تر دا مهاله ۱۰۵زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت او له غصب څخه ژغورل شوې.
د ده په وینا تیره ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د زابل شهر صفا ولسوالۍ انارک سیمې ته سفر وکړ چې په ترڅ کي یې ۳۰ زره جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورل شوه ؛د ده په وینا خلک باید د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو څخه خلاص وي.
په ورته وخت کي د زابل د عدلیې ریاست د قضاء امارت آمر مولوي محمدي محمدي وویل، په سیمیزه کچه کوښښ کیږي چې د ام.ارتي ځمکو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شي او له بعدي اجراتو خبر کړل شي، ترڅو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.
مولوي محمدي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي ام.ارت  د ا.م.ارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډیر جدي دی او هیچاته به اجازه ور نکړي چې له خبرداري سره سره بیا هم دولتي ځمکې غصب کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت