د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په درېیو ولسوالیو کې د کورنیو باغچو د جوړولو پروژه پیل شوه.
د یادې پروژې له مخې، د مخکې ترسره شوې سروې پر بنسټ ۷۰۱ کورنیو باغچو لپاره د ۳۲ زره او ۳۵۰ مېوه لرونکو نیالګیو د وېش لړۍ د نیالګیو د تسلیمۍ له بشپړېدو وروسته رسماً پیل شوه.
د معلوماتو له مخې، په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ۱۸۰ کورنیو لپاره د کورنیو باغچو بستې وېشل کېږي، چې په هره بسته کې، 
۳۵ د ناک شکرپاري نیالګي، دنیالګیو د پوجې لپاره یوه کوچنۍ غُچی، یو عدد د ۱۰ لېټره دواپاش، ۱۰۰ ګرامه د ملي سرخکو تخم او دغه راز۲۵۰ ګرامه د پالکو تخم شامل دي.
همدارنګه د ترینکوټ په مرکز او د دهراود ولسوالی کې د ۵۲۱ کورنیو لپاره د کورنیو باغچو بستې وېشل کېږي، چې په هره بسته کې،۵۰ د ژېړو سوداګریزو انځرو نیالګي، د نیالګیو د پوجې لپاره یوه کوچنۍ غُچی، یو عدد د ۱۰ لېټره دواپاش، ۱۰۰ګرامه د ملي سرخکو تخم، ۲۵۰ګرامه د پالکو تخم
یاده توزیع د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر پوره نظارت لاندې ترسره کېږي، چې موخه یې د کورنیو د غذایي خوندیتوب پیاوړتیا، د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول او د باغدارۍ د کلتور پراختیا ده.


آغاز پروژه ایجاد باغچه‌های خانگی برای بیش از ۷۰۰ خانواده در سه ولسوالی ارزگان
۱۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان با همکاری تخنیکی اداره احیای دهات «آرآر‌اِی‌اِی» و حمایت مالی مؤسسه جرمنی کریتاس، پروژه ایجاد باغچه‌های خانگی را در سه ولسوالی این ولایت آغاز کرده است.
بر اساس این پروژه، مطابق سروی قبلاً انجام‌شده، روند توزیع ۳۲ هزار و ۳۵۰ نهال میوه‌دار برای ۷۰۱ باغچه خانگی پس از تکمیل روند تسلیمی نهال‌ها رسماً آغاز شده است.
براساس معلومات ارائه‌شده، در ولسوالی خاص ارزگان برای ۱۸۰ خانواده بسته‌های باغچه خانگی توزیع می‌شود که در هر بسته ۳۵ اصله نهال ناک شکرپاره، یک عُچی کوچک برای پوجۀ نهال‌ها، یک عراده دواپاش ۱۰ لیتری، ۱۰۰ گرام تخم ملی سرخک و همچنان ۲۵۰ گرام تخم پالک شامل می‌باشد.
همچنان در مرکز ترینکوت و ولسوالی دهراود برای ۵۲۱ خانواده بسته‌های باغچه خانگی توزیع می‌شود که در هر بسته ۵۰ اصله نهال انجیر زرد تجارتی، یک عُچی کوچک برای پوجۀ نهال‌ها، یک عراده دواپاش ۱۰ لیتری، ۱۰۰ گرام تخم ملی سرخک و ۲۵۰ گرام تخم پالک شامل است.
این روند توزیع تحت نظارت کامل ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ارزگان اجرا می‌شود که هدف آن تقویت مصونیت غذایی خانواده‌ها، بهبود وضعیت اقتصادی آنان و گسترش فرهنگ باغداری می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت